د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول نیول شوی دی

9 حمل 1400 ساعت 10:40

ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د وري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوی کس شفیق الله نومېږي.

سرچینه وايي، کماندو ځواکونو د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې شفیق الله نوموی ونیول شو.

خبرپانه وايي، شفیق الله د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول و، چې ورسره یو ځای دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137698

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137698/

جمهور
  https://www.jomhornews.com