۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول نیول شوی دی

دوشنبه ۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۰
ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول نیول شوی دی
ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د وري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوی کس شفیق الله نومېږي.

سرچینه وايي، کماندو ځواکونو د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې شفیق الله نوموی ونیول شو.

خبرپانه وايي، شفیق الله د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول و، چې ورسره یو ځای دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي