۰

پاکستاني ریاست، منظور پښتین، محسن دواړو او غورځنګ لسګونه نور غړي نیولي

دوشنبه ۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۶
پاکستاني ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د ګوند مخکښ غړی محسن دواړو او یو شمېر نور مخکښ غړي نیولي دي.
پاکستاني ریاست، منظور پښتین، محسن دواړو او غورځنګ لسګونه نور غړي نیولي
پاکستاني ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د ګوند مخکښ غړی محسن دواړو او یو شمېر نور مخکښ غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی پښتین او دواړ له نورو ملګرو سره پرون د جاني خېلو د پېښې په اړه لاریون کې ګډون کولو، چې کوهاټ کې پولیس درولي.

ویل کېږي تر لږ خبرو اترو وروسته پاکستاني ریاست ښاغلی پښتین، ښاغلی دواړ او د غورځنګ یو شمېر نور غړي نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

د غورځنګ یوه غړي عالم زېب محسود د پښتین د نیول کېدو د پېښې وېډیو او له پولیسو سره د هغه مکالمه په خپله فېس‌بوک پاڼه خپره کړې ده.

په وېډیو کې منظور پشتین له پولیسو سره بحث کوي چې په زور د خلکو مخه نه‌شي نیولی.

د پښتورن ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي عبدالله ننګیال په خپل ټویټر لیکلي چې منظور پشتین او محسن داوړ دېره اسماعیل خان زندان ته انتقال شوي دي.

په پاکستان کې ځیني سیاستوال او فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یو شمېر غړو نیول پاروونکی او ناقانونه کار بولي.

پخوانی سناتور او د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا مشر افراسیاب خټک ویلي، د پشتین نیول به لا پښتانه ځوانان سره متحده کړي او د پاکستان حکومت به له سخت عکس‌العمل سره مخ شي.

دی وايي، د پي ټي اېم مشر منظور پښتون او د هغه د ملګرو محسن داوړ او نورو کسانو نیول کېدل د غندنې وړ قدم دی. دا غیر قانوني او د  اساسي قانون د موجودو ازادیو خلاف قدم دی.

ښاغلي خټک وویل د پي ټي اېم مشرانو او د جاني‌خېلو لاریونوالو د ترهګرۍ خلاف غږ پورته کړی، خو حکومت ‌یې مخه نیسي او زندان ته‌ یې اچوي.

د د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، د مشرانو له نیول کېدو سربېره به دوی خپل لاریون ته دوام ورکوي.

باید و ویل شي، چې تر دې شاوخوا درې میاشتې مخکې د غورځنګ بل مخکښ غړی او د پارلمان برحاله استازی علي وزیر د پوځ او حکومت خلاف وینا په تور زندان ته اچول شوی دی.

د یادونې ده، چې د خېبر پښتونخوا په جاني‌خیلو سیمه کې کابو یوه اوونۍ مخکې د څلورو ځوانانو مړي موندل شوي چې خلک ‌یې په غبرګون پاڅېدلي.

لاریونوالو د دغو څلورو وژل شویو ځوانانو مړي هم له ځانه سره اخیستي او وايي، تر اسلام ‌اباده ځي او خپلو مظاهرو ته به دوام ورکوي.

دوی چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو او وسله‌ والو پر ضد د حکومت غوڅ اقدامات او د ځینو سیمه ‌ییزو چارواکو ګوښه کېدل غواړي د پېښور او دېره اسماخیل خان د سړک د بندولو ګواښ هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي