دفاع وزرات:

کندهار کې ۱۰ طالبان وژل شوي او موټر بم یې له منځه وړل شوی دی

9 حمل 1400 ساعت 11:11

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی موټر بم یې له منځه وړی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی موټر بم یې له منځه وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د وري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د کندهار په ارغنداب، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې عملیات کړي دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي، درې ټپیان او دغه راز یو موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات او درې کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو د وسله والو طالبانو هغه موټر بم هم هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړی، چې غوښتل یې یوه خونړۍ پېښه پرې وکړي.

طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 137702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com