۰
دفاع وزرات:

کندهار کې ۱۰ طالبان وژل شوي او موټر بم یې له منځه وړل شوی دی

دوشنبه ۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۱
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی موټر بم یې له منځه وړی دی.
کندهار کې ۱۰ طالبان وژل شوي او موټر بم یې له منځه وړل شوی دی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی موټر بم یې له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د وري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د کندهار په ارغنداب، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې عملیات کړي دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي، درې ټپیان او دغه راز یو موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات او درې کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو د وسله والو طالبانو هغه موټر بم هم هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړی، چې غوښتل یې یوه خونړۍ پېښه پرې وکړي.

طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي