د تخار د علماو شورا رییس په چاودنه کې وژل شوی دی

11 حمل 1400 ساعت 15:57

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تخار ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالمصد محمدي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تخار ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالمصد محمدي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار پولیس وايي، د دغه ولایت د علماو شورا رییس د یوه منګوري ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، د مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر نن غرمه مهال په تالقان ښار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې نور همکار یې ټپیان شوي دي.

اسیر د دغه پېښې پړه پر طالبانو اچولې، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 


د مطلب کود: 137782

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137782/

جمهور
  https://www.jomhornews.com