سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تخار ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالمصد محمدي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار پولیس وايي، د دغه ولایت د علماو شورا رییس د یوه منګوري ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، د مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر نن غرمه مهال په تالقان ښار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې نور همکار یې ټپیان شوي دي.
اسیر د دغه پېښې پړه پر طالبانو اچولې، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:تخار