هرات کې چاودنې یو سرتېري وژلی او دوه ټپیان دي

12 حمل 1400 ساعت 9:14

سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د وري ۱۲ مه سهار د هرات – رباط طنګي په کمرکلاغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پېښې له ځایه دوی ته د یوه پولیس جسد او دوه ټپیان وروړل شوي دي.

امنیتي چارواکو هم د چاودنې پخلی کړی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 137797

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137797/

جمهور
  https://www.jomhornews.com