د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ټاکل شوې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په تړاو د امریکا د نوې طرحې ارزونې له دغه شورا سره شریکې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا غړي عبیدالله سلیم وايي، د دولت وزرات له خوا به د دغه طرحې ارزونې نن شنبې د وري ۱۴ مه د ملي مصالحې عالي شورا پنځلس کسیزې کمېټې ته وسپاري.
دی وايي، د یونس قانوني په مشرۍ د مصالحې عالي شورا پنځلس مشرتابه غړي به د دغو لیدلورو له ارزولو وروسته هم خپلې ارزونې ولري.
سلیم زیاتوي، په دغې پنځلس کسیزې کمېټې کې به د دې شورا پر نور غړو سربېره، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او عطامحمد نور هم حضور ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه پنځلس کسیزه کمېټې له ارزو وروسته به طرحه شورا ته وړاندې شي او د شورا له هوکړې وروسته به دا طرحه د حکومت له خوا د ترکیې په غونډه کې مطرح شي.
تمه ده چې تر راروانو څو اوونیو پورې، افغان حکومت، سیاسي مشران او طالبان د ترکیې په جوړېدونکې غونډه کې چې پایله یې د افغانستان لپاره مهمه بلل کېږي، ګډون وکړي.
ځینو رسنیو راپورونه ورکړي، چې ښايي د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۷ مه نېټه جوړه شي.
دغه ناسته د ترکیې په کوربتوب، د ملګرو ملتونو په مشرۍ او څار او د امریکا په همکارۍ د ترکیې به استانبول ښار کې جوړېدونکې دي.
راپورونه وايي، د همدې ناستې پر اجندا د خبرو لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د ملګرو ملتونو استازي، د ترکیې چارواکي او قطر چارواکي په خبرو اترو لګیا دي او د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره یې هم پرې خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل