۰

کابل کې چاودنې پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۵
پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا پنځو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې چاودنې پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا پنځو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د وري ۱۶ مه د کابل د قرباغ ولسوالۍ په سبز سنګ سیمه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا تر چاودنې وروسته په سیمه کې یو بل ماین هم د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او خنثی کړی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل پغمان ولایت کې موټر بم برید هم درې پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

پرون د پغمان په قرغې بند سیمه کې هم د ملي اردو په یوه رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنې شوې وه، چې یو پوځي په کې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي