۰

چین: د افغان سولې بشپړې همکاري ته دوام ورکوو

دوشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۹
کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې پروسې سره خپلې بشپړې همکاري ته دوام ورکړي.
چین: د افغان سولې بشپړې همکاري ته دوام ورکوو
کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې پروسې سره خپلې بشپړې همکاري ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې چین له افغانستان سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه ناسته کې دواړو لوریو د ترکیې پر راتلونکي کنفرانس یې چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ په استانبول کې جوړ شي خبرې کړي.

د چین د سفیر وانګ ټینګار کړي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

په ورته وخت ښاغلي اتمر ویلي، له افغان سولې سره د چین همکاري مهمه ده او چین کولی شي چې د سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې افغانستان ته د سولې راتګ د ټولې سیمې په ګټه دی او دلته به د دایمي ثبات او اقتصادي ودې سبب شي.

د یادونې ده، چې ښاغلي اتمر کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره هم د سولې پروسې او د ترکیې پر ناسته خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي