افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د پروستان عملیات کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پر خپله ټوېټر لکیلي، چې دا عملیات یې پرون د سه شنبې د وري ۱۷ مه د شهید سردار محمد داودخان په روغتون کې کړي.
نوموړي د یاد روغتون له ډاکتر مننه کړې، چې د ده عملیات یې په بریالیتوب تر سره کړل.
په دغه ټوېټ کې نه دي ویل شوي، چې د ولسمشر صحت اوس څخه دی او دا هم نه ده معلومه، چې ښاغلي غني له څه وخت راهیسې دغه ناروغي درلوده.
باید و ویل شي ولسمشر غني شاوخوا ۷۱ کاله عمر لري.
ډاکټران وايي پروستات یو ډول غده او غوټه ده چې د عمر په تېرېدو سره غټیږي او د انسان د متیازو (بولې) لاره بندوي او مشکلات پیدا کوي.
په افغانستان کې معمولآ دا ډول عملیات د خیټې د څېرې کولو له لارې کیږي، خو معلومه نه ده چې د ولسمشر غني عملیات څه ډول شوي دي.
البته به ځینو پرمختللو هېوادونو کې د خیټې له څېرې کولو پرته هم دا ډول عملیاتونه کیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل