د تادین خان پر ځای کندهار ته نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

21 حمل 1400 ساعت 11:01

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان پر ځای ډګروال سید شریف طیب د دغه ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.


د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان پر ځای ډګروال سید شریف طیب د دغه ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډګروال طیب نن شنبې د وري ۲۱ مه د کندهار یو شمېر سیاسي څېرو، لکه ګل آغا شېرزوی او خپله جنرال تادین خان له خوا په رسمي ډول معرفي شو.

تادین خان ویلي، چې ده له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای یې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې دوه ځلې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان د لرې کېدو راپورونه ورکړل شوي خو ویل کېدل چې نوموړي هر وار خپله لرې کېدنه رد کړې وه.

جنرال تادین خان وروسته له هغې د کندهار امنیه قوماندان شو، چې د ده ورور، د کندهار امنیه قوماندان او په جنوب کې یو وتلی جنرال عبدالرازق اڅکزی په یوه برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com