فوزیه کوفي: که امریکايي ځواکونه ووځي، سوله به نه وي

22 حمل 1400 ساعت 10:42

د سولې لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وايي، که امریکايي ځواکونه په بېړه افغانستان پرېږدي پایله به یې سوله نه وي.


د سولې لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وايي، که امریکايي ځواکونه په بېړه افغانستان پرېږدي پایله به یې سوله نه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن کوفي له سي ان ان سره په خبرو کې د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي ټینګار کړي، که امریکايي ځواکونه په اوسني وضعیت کې په بېړه له افغانستان څخه ووځي نو پایله به یې سوله نه وي.

مېرمن کوفي ویلي په دې صورت کې به یوه بله جګړه پیل شي او ټولې تېرې لاس ته راوڼې به له منځه یوسي.

د افغان پلاوي دغه غړې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

کوفي زیاته کړې نړیواله ټولنه باید د افغان سولې او روان وضعیت په اړه هر ګام په پوره دقت پورته کړي او دغه هېواد دې بېرته د جګړو په ډګر نه بدلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com