د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او خلیلزاد لیدنه پرون یکشنبې د وري ۲۲ مه شوې او دواړو لورو د افغان سولې او د سولې په تړاو د ترکیې پر ناسته خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اتمر او خلیلزاد د ترکیې ناسته کې د مذاکراتو د ګډون کوونکو پر ترکیب، د کار پر کړنلارې او د دغه غوندې لپاره د جمهوریت د سولې پر طرحه بحث کړی دی.
سرچینه وایي، په لیدنه کې د سولې په تړاو د ملي اجماع پر پراخېدا او پیاوړتیا هم خبرې کړې او د سولې پروسې په بریالیتوب کې یې د نړۍ او سیمې د هېوادونو رول حیاتي بللی دی.
ښاغلي اتمر ویلي، افغانستان کې د سولې په تړاو د آسیا زړه کنفرانس کې د اوربند، د ټول شموله سیاسي توافق، د لاس ته راوړڼو او نظام پر ساتنې او د ترهګرو او ترهګرۍ د مخنیوي په موخه کم سارې نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې باید لا پیاوړې او د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره ترې کار واخستل شي.
دواړو لورو د سولې پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع پر اهمیت ټینګار کړی تمه یې ښودلې، چې د ترکیې په ناسته کې پر اساسي اصولو پر سیاسي حل او اوربند توافق وشي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان سولې لپاره د ترکیې ناسته به کله پیل شي خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون په کوهدامن کې د یوې لویې غونډې پر مهال و ویل، چې ممکن دغه غونده روانه اوونۍ وشي.
ځینې سرچینې وايي، ممکن دا غونډه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷ مه د ترکیې استانبول ښار کې وشي، چې لس ورځې به دوام ولري.
خو افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د ترکیې د ناستې لپاره د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د طرحو په توحید له څو ورځو راهیسې کار کولو چې د شورا د ویاند په وینا یوه طرحه پرون بشپړه او د یادې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته سپارل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل