وسله والو د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب وژلی دی

23 حمل 1400 ساعت 9:52

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب محمد صالح وژلی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب محمد صالح وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادش وايي، دغه پېښه نن دوشنبې د وري ۲۳ مه د بلخ مرکز مرازشریف ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې نامعلومه وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په سرطبیب محمد صالح غلچکي برید کړی او هغه یې وژلی دی.

د بلخ د پولیسو ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او تر اوسه د قتل مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 138111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com