ارګ: روانه اوونۍ به ۲۹ پروژې بشپړې شي

23 حمل 1400 ساعت 10:20

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، روانه یوه اوونۍ به د ۳۳۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۹ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټنې ته وسپارل شي.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، روانه یوه اوونۍ به د ۳۳۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۹ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټنې ته وسپارل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پروژې د ټولګټو چارو وزرات، کابل ښاروالۍ او د پایتخت زون د انکشاف اړوند دي.

ارګ وايي، د ټولګټو چارو وزارت درې پروژو کې ۳۶۶ کیلومتره سړک، ۸۴۰ پلچکه او دوه پلونه شامل دي، چې روانه اوونۍ به بشپړ او ګټنې ته وسپارل شي.

دغه راز خبرپاڼه وایي، د ښاروالۍ اړوند درې پروژو کې بیا ۸ کیلومتره سړک، ۳ پلونه او درې پلې لارې شاملې دي.

خبرپاڼه وايي، د پایتخت زون اړوند د ۱۸ کیلومتره سړک په تېږو پوښلو، ۴۵۰ متره کانال، صنعي پارک جوړلو او څو نورې پروژې به هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ټولو ۲۹ پروژو ۲۶.۴ میلیارده افغانۍ چې ۳۳۰ میلیون امریکايي ډالر کېږي لګول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138114

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com