امریکا له ناټو سره د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کوي

23 حمل 1400 ساعت 11:36

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بروکسل ته ولاړ شي او د ناټو له غړو هېوادونو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بروکسل ته ولاړ شي او د ناټو له غړو هېوادونو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، انتوني بلینکن به روانه اوونۍ د امریکا له دفاع وزیر سره یو ځای بروکسل ته ولاړ شي.

ویل کېږي بلینکن به د نورو مهمو مسایلو تر څنګ تر ډېره د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او راتلونکي اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

راپورنه زیاتوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د ناټو له غړو هېوادونو سره د ایران او اوکراین په اړه هم خبرې اترې وکړي.

که څه هم امریکا او ناټو په تېرو دوه غونډو کې د افغانستان په اړه په پرېکړه کولو نه دي بریالي شوي خو ویل کېږي دا ځل به هڅه وکړي، چې دا ځل افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د برخلیک اړه یوه کوټلې پرېکړه وکړي.

بروکسل ته د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو د سفر او د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت، سولې او اقداماتو خبرو راپورو پر داسې مهال ورکول کېږي، چې ټاکل شوې په څو ورځو کې د افغانستان په اړه ترکیه کې هم یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې غونډه وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com