ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بروکسل ته ولاړ شي او د ناټو له غړو هېوادونو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، انتوني بلینکن به روانه اوونۍ د امریکا له دفاع وزیر سره یو ځای بروکسل ته ولاړ شي.
ویل کېږي بلینکن به د نورو مهمو مسایلو تر څنګ تر ډېره د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او راتلونکي اقداماتو په اړه خبرې وکړي.
راپورنه زیاتوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د ناټو له غړو هېوادونو سره د ایران او اوکراین په اړه هم خبرې اترې وکړي.
که څه هم امریکا او ناټو په تېرو دوه غونډو کې د افغانستان په اړه په پرېکړه کولو نه دي بریالي شوي خو ویل کېږي دا ځل به هڅه وکړي، چې دا ځل افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د برخلیک اړه یوه کوټلې پرېکړه وکړي.
بروکسل ته د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو د سفر او د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت، سولې او اقداماتو خبرو راپورو پر داسې مهال ورکول کېږي، چې ټاکل شوې په څو ورځو کې د افغانستان په اړه ترکیه کې هم یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې غونډه وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل