ولسمشر غني د امریکا له بهرینو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې کړې دي

25 حمل 1400 ساعت 8:57

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس باندې خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس باندې خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي،په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې پر روان بهیر، په ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستې او دغه راز له بایډن سره د ټلفوني تماس په اړه خبرې اترې شوې دي.

ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال پر افغان سوله او ترکیې د ناستې په اړه خبرې کوي، چې ترکیې د دغه ناستې کره نېټه د اپرېل ۲۴ مه اعلان کړې ده.

افغان حکومت یا په ټول کې د جمهوریت لوري ویلي دوی دغه ناستې ته په تیاریو بوخت دي خو طالبانو ویلي، چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره چمتوالی نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 138153

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com