سي ای اې: د ټولو سرتېرو ایستل به خطر رامنځ ته کړي

26 حمل 1400 ساعت 11:37

د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشر ویلیم برنز وايي، له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستره خطرونه رامنځ ته کړي.


د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشر ویلیم برنز وايي، له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستره خطرونه رامنځ ته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلیم برنز دا څرګندونې د امریکا سنا ته کړې او ویلي یې دي، چې د ولسمشر جوبایډن عجولانا پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي.

نوموړي ویلي، د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل به خطرناک اقدام وي او اړتیا ده چې په اړه یې فکر وشي.

دا په داسې حال کې ډه، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي، د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138187

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138187/

جمهور
  https://www.jomhornews.com