هند په افغانستان کې د بېړنۍ اوربند غوښتنه وکړه

28 حمل 1400 ساعت 8:50

هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند وکړي.


هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي وايي، هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو له زیاتېدو اندېښمن دی نو ځکه د ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند غوښتنه کوي.

هند دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا بهرني ځواکونه له افغانستان په وتو دي او له بلې خوا طالبانو ویلي، چې دوی په هېڅ یوه غونده کې ګډون نه کوي.

طالبانو د امریکا د ولسمشر د بایډن دا پرېکړه چې امریکایي ځواکونه به د مۍ په میاشت کې نه بلکې په سپټمبر میاشت کې وباسي د دوحې د هوکړې خلاف بللې ده.
 
دغه ډلې له ځینو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې پر امریکا فشار راوړي، چې خپل ځواکونه د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا پر ټاکلې نېته سرتېري ونه باسي نو د راتلونکو پېښو مسوولیت به د امریکا په غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138210

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138210/

جمهور
  https://www.jomhornews.com