افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره باید پر پاکستاني جنرالانو فشارونه ډېر شي

29 حمل 1400 ساعت 9:39

کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کریسټوفر الکساندر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د جګړې ته د پای ته رسېدو لار پر پاکستان د نړیوالو له خوا فشارونه اچول دي.


کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کریسټوفر الکساندر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د جګړې ته د پای ته رسېدو لار پر پاکستان د نړیوالو له خوا فشارونه اچول دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الکساندر په خپله تازه مرکه کې ویلي، تر چې پر پاکستان فشار نه وي راوړل شوی، افغانستان کې به جګړه روانه وي.

نوموړي ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د سولې راتګ او جګړې د ختمولو لپاره باید پر پاکستاني جنرالانو فشارونه راوستل شي.

دغه پخواني دیپلومات یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې په ښکاره توګه د پاکستان نیابتي جګړه روانه ده.

دی وايي، پاکستان به تر هغه دې جګړې ته ادامه ورکوي چې د نړیوالو له فشارونو سره نه وي مخ شوی.

الکساندر زیاتوي، دې لپاره چې د سولې روانه پروسه بریالۍ کړل شي نو ښه به وي چې پر پاکستاني جنرالانو په راولپینډۍ او اسلام اباد کې فشارونه ډېر شي او دوی د جګړې له مالي او نظامي ملاتړ راوګرځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138250

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138250/

جمهور
  https://www.jomhornews.com