تخار کې دوه تنه غله د ۴۰ زره امریکايي ډارو د غلا پر مهال نیول شوي

29 حمل 1400 ساعت 10:55

د تخار پولیس چارواکي وايي، پولیسو هغه دوه تنه غله نیوليو چې غوښتل یې د صرافۍ له سراری څخه ۴۰ زره امریکايي ډالر غلا کړي.


د تخار پولیس چارواکي وايي، پولیسو هغه دوه تنه غله نیوليو چې غوښتل یې د صرافۍ له سراری څخه ۴۰ زره امریکايي ډالر غلا کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار د پولیسو مشر اکرام الدین سریع زیاتوي، دغه غله د مرکز تالقانو ښار د صرافۍ سرای څخه نن یکشنبې د وري ۲۹ مه سهار وختي نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې دغه دوه تنو غلو د سرافۍ د سرای د دوه دوکانونو بام او دېوالونه سوري کړي و او غوښټل یې پیسې غلا کړي، چې امنیتي پوستې او د تخار د صرافانو د ټولنې رییس د اطلاع پر اساس د پولیسو له خوا ونیول شول.

د امنیه قوماندان په ویناې دواړو غلو د صرافۍ سرای تر څنګ د رخت فروشۍ په یوه سرای کې دوکان په کرایه نیولی و او له هغې په ګټنې سره د صرافۍ د سرای د دوه دوکانونو دېوال او بام سوري کړي و.

د تخار د پولیسو مشر وايي، قضیه تر څېړنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 138255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com