دفاع وزارت: وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي

6 ثور 1400 ساعت 10:13

ملي دفاع وزارت وايي، وردګو ولایت کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، وردګو ولایت کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د غوايي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځیانو د هوايي ملاتړ پر مټ پرون د وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه مهمات او وسلې یې له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com