۰

دفاع وزارت: وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۶ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۳
ملي دفاع وزارت وايي، وردګو ولایت کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت: وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، وردګو ولایت کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د غوايي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځیانو د هوايي ملاتړ پر مټ پرون د وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه مهمات او وسلې یې له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي