ننګرهار په وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي

7 ثور 1400 ساعت 9:12

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۶ مه) د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ په صدې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار والي ضیا االحق امرخېل وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د یوه کور مخې ته په دېره کې پر ناستو کسانو ناتار ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، ناپېژانده وسله والو د تفیسر په نوم د یوه پخواني طالب غړي په دېره کې پر ناستو کسانو برید کړي، چې په ترڅ کې یې خپله د تفسیر او ورور په ګډون یې ۵ تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

والي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 138482

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138482/

جمهور
  https://www.jomhornews.com