بلخ کې یو زوم د خپلې خسرګنۍ پر غړو برید کړی دی

7 ثور 1400 ساعت 10:30

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې یوه زوم د خپلې خسرګنۍ د کورنیو پر غړو وسله وال برید کړی او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې یوه زوم د خپلې خسرګنۍ د کورنیو پر غړو وسله وال برید کړی او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلخ د پولیس ویاند عادل شاه عادل وايي، پېښه تېره شپه د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په چهل دختران سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، یوه زوم له خسر خېلو سره تر لفظي شخړې وروسته تومانچې ته لاس کړی او پر خپلوانو یې برید کړی دی.

د پولیسو د ویاند په وینا نوموړي کس خپل اوښی وژلی، خسر او خواښې یې په ټپي حالت کې دي او د پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې.

د نوموړي په وینا قاتل د بغلان اوسېدونکی دی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138493

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138493/

جمهور
  https://www.jomhornews.com