۰

بلخ کې یو زوم د خپلې خسرګنۍ پر غړو برید کړی دی

سی شنبه ۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۰
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې یوه زوم د خپلې خسرګنۍ د کورنیو پر غړو وسله وال برید کړی او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخ کې یو زوم د خپلې خسرګنۍ پر غړو برید کړی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې یوه زوم د خپلې خسرګنۍ د کورنیو پر غړو وسله وال برید کړی او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د پولیس ویاند عادل شاه عادل وايي، پېښه تېره شپه د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په چهل دختران سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، یوه زوم له خسر خېلو سره تر لفظي شخړې وروسته تومانچې ته لاس کړی او پر خپلوانو یې برید کړی دی.

د پولیسو د ویاند په وینا نوموړي کس خپل اوښی وژلی، خسر او خواښې یې په ټپي حالت کې دي او د پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې.

د نوموړي په وینا قاتل د بغلان اوسېدونکی دی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي