د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو تلېفوني خبرې کړې

8 ثور 1400 ساعت 9:52

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره تلېفوني خبرې کړې او هغه ته یې د پلار د مړینې تسلیت ویلی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره تلېفوني خبرې کړې او هغه ته یې د پلار د مړینې تسلیت ویلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي محمدوف تلېفوني خبرې پرون سه شنبې د غوايي ۷ مه مازیګر مهال شوې دي.

د ارګ خبرپانه وايي، دواړو ولسمشرانو د تورغنډۍ – هرات، آقینې – اندخوی د ریل پټلیو او دغه راز د ګازو لېږد او برېښنا د سترو پروژو په اړه خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، دواړو ولسمشرانو ژمنه وکړه، چې په ګډو هڅو سره به د دغه سترو پروژو چې د دواړو ملتونو د ښه ژوند سبب ګرځي چارې به یې ګړندۍ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com