د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه مشر وراره په غزني کې وژل شوی

20 ثور 1400 ساعت 8:34

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه مشر وراره د افغانستان په غزني ولایت کې وژل شوی دی.


پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه مشر وراره د افغانستان په غزني ولایت کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وژل شوی کس حافظ نعمت الله نومېږي او پاکستاني رسنیو ویلي، چې هغه غزني کې د اسلام د سرلوړۍ لپاره وژل شوی دی.

د جمعیت علمای اسلام ګوند هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د دوی د بلوچستان د صوبايي مرستیال امیر حضرت مفتي رحمت الله خلجي وراره په غزني کې وژل شوی دی.

د دغه ګوند په اعلامیه کې خلک د حافظ نعمت الله جنازې او فاتحې ته وربلل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 138783

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138783/

جمهور
  https://www.jomhornews.com