طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی

20 ثور 1400 ساعت 8:44

وسله والو طالبانو د راتلونکي کوچیني اختر په ۳ ورځو کې په ټول هېواد کې د اوربند اعلان کړی وايي، پر حکومتي ځواکونو به بریدونه نه کوي.


وسله والو طالبانو د راتلونکي کوچیني اختر په ۳ ورځو کې په ټول هېواد کې د اوربند اعلان کړی وايي، پر حکومتي ځواکونو به بریدونه نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو له لوري په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالب جنګیالي دې د اختر په ورځو کې په مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي، خو که مقابل لوري برید وکړ نو طالبان دې له ځانه کلکه دفاع وکړي.

د طالب ویاندویانو نعیم وردګ او ذبیح الله مجاهد په جلا ټوېټونو کې ویل شوي، چې طالب جنګیالې دې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته نه ځي او دغه راز دې د مقابل لوري کسان هم په خپلو سیمو کې نه پرېږدي.

افغان حکومت  تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې د طالبانو له خوا د اوربند اعلان په ورته ګام سره بدرګه کړی و.

طالبان دا اوربند پر داسې مهال اعلانوي، چې له څو اونیو راهیسې، په هلمند، کندهار، فراه، غزني، بغلان، هرات، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138785

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138785/

جمهور
  https://www.jomhornews.com