د افغان پوځ یوې چورلکې کندهار کې بېړنۍ ناسته کړې

20 ثور 1400 ساعت 9:08

ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوه چورلکه په کندهار کې د خرابې هوا له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.


ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوه چورلکه په کندهار کې د خرابې هوا له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د غوايي ۲۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي د پوځ MD-530 د شپې یوه بجه د خرابې هوا له امله د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوې ده.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په پېښه کې دواړو پیلوټانو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138787

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138787/

جمهور
  https://www.jomhornews.com