جنرال مېلر:

ښايي افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم زیات شي خو افغان ځواکونه پیاوړي دي

27 ثور 1400 ساعت 15:22

افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د امریکا او ناټو له وتلو وروسته به افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شي.


افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د امریکا او ناټو له وتلو وروسته به افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېلر دغه څرګندونې له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به طالبان جګړو ته زور ورکړي.

خو په ورته وخت کې یې افغان ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي، چې افغان بوځ د دې توان لري، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com