افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د امریکا او ناټو له وتلو وروسته به افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر دغه څرګندونې له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به طالبان جګړو ته زور ورکړي.
خو په ورته وخت کې یې افغان ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي، چې افغان بوځ د دې توان لري، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او دفاع وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل