امریکا له لرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

28 ثور 1400 ساعت 9:15

امریکايي رسنیو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن او دفاع وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړي، چې امریکا به له دې وروسته له لرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.


امریکايي رسنیو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن او دفاع وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړي، چې امریکا به له دې وروسته له لرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ملي رادیو این پي آر پرون دوشنبې ویلي، امریکا غواړي له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته له لرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا ملي رادیو زته کړې، چې ولسمشر جوبایډن او دفاع وزارت چارواکو د افغان ځواکونو د ملاتړ جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو بایډن په وروستیو کې د کانګرېس د دواړو جرګو ګدې غونډې ته ویلي«موږ به له لرې د دوی (افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو) سره مرسته جاري وساتوي.»

ورته څرګندونې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم تازه په یوه خبري غونده کې کړې او دغه راز د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي هم ویلي، چې دوی به په یو ډول افغان ځواکونو ته مرستې رسوي.

د یادونې ده، چې له افغانستان څخه د امریکا او نورو ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې او ښايي په څو میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

که څه هم امریکا له افغانستانه ځواکونه باسي خو ټینګار یې کړي، چې د باندې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، تجهیز او تمویل ته دوام ورکوي.

دا چې امریکا به لرې څه ډول د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، جزیات یې نشته خو ښايي دغه ملاتړ په قطر کې د امریکا له پوځي اډې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138920

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com