دفاع وزارت: څه باندې ۲۰۰ طالبانو ته مو مرګ ژوبله اړولې

28 ثور 1400 ساعت 11:40

ملي دفاع وزرات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې تر ۲۰۰ د زیاتو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې تر ۲۰۰ د زیاتو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات وايي، افغان ځواکونه په ننګرهار، بغلان، فاریاب، بلخ، بادغیس، هرات، هلمند او زابل ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو کېوتي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا نن سه شنبې د غوايي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایتونو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه دفاع وزرات په عملیاتو کې د طالبانو د یوې اندازې مهماتو، وسایطو او ځینو خځو او پټنځایونو د لمنځه وړولو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت په جګړو کې د د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

د یادونې ده، چې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138927

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138927/

جمهور
  https://www.jomhornews.com