۰

دفاع وزارت: څه باندې ۲۰۰ طالبانو ته مو مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۰
ملي دفاع وزرات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې تر ۲۰۰ د زیاتو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: څه باندې ۲۰۰ طالبانو ته مو مرګ ژوبله اړولې
ملي دفاع وزرات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې تر ۲۰۰ د زیاتو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات وايي، افغان ځواکونه په ننګرهار، بغلان، فاریاب، بلخ، بادغیس، هرات، هلمند او زابل ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو کېوتي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا نن سه شنبې د غوايي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایتونو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه دفاع وزرات په عملیاتو کې د طالبانو د یوې اندازې مهماتو، وسایطو او ځینو خځو او پټنځایونو د لمنځه وړولو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت په جګړو کې د د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

د یادونې ده، چې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي