خوست کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي

28 ثور 1400 ساعت 14:07

ځايي امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو خوست کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.


ځايي امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو خوست کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غوايي ۲۸مه) د خوست ولایت د متون په رش کلي کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، وسله والو په یاده سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي، چې یو ماشوم هم په کې دی وژلي دي.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت نه دی معلوم او ځايي خلک وايي، دغه کورنۍ له هېچا سره دښمني نه درلوده او نه یې هم حکومت کې دنده درلوده.

ځايي اوسېدونکو له حکومت د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه د دې قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 


د مطلب کود: 138938

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138938/

جمهور
  https://www.jomhornews.com