تخار کې د هاوان مرمۍ یو ماشوم وژلی او دوه تنه یې ټپیان کړي

1 جوزا 1400 ساعت 10:17

امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ پرېوتې چې له امله یې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ پرېوتې چې له امله یې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د غوايي ۳۱ مه مازیګر مهال د مرکز اړوند پل شش متره سیمه کې د تخار – کندوز پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، د هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې، چې له امله یې یو اته کلن ماشوم وژل شوی، یوه مېرمن او یو بل ماشوم تپیان شوي دي.

اسیر وايي، هاوان طالبانو توغولی و خو طالبانو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 


د مطلب کود: 139032

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139032/

جمهور
  https://www.jomhornews.com