کونړ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی

2 جوزا 1400 ساعت 10:17

د ملي امنیت سیمه ییزه چارواکو کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د درې تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت سیمه ییزه چارواکو کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د درې تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ د ملي امنیت ریاست نن یکشنبې د غبرګولي ۲مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د سرې قطعې وژل شوی قوماندان قاسم نومېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاسم او دوه نور ملګري یې د شلتن ولسوالۍ د للم کڅ په سیمه کې له خلکو د عشر او ذکات په راټولولو بوخت و، چې 04 قطعې پرې عملیات کړي دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې قاسم او دوه ملګري یې وژل شوي او یو بل ملګر یې ژوندی نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ


د مطلب کود: 139060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com