د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رییس وژل شوی دی

2 جوزا 1400 ساعت 11:46

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رییس د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رییس د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیدخېل ولسوال احمد لمر عثماني وايي، پېښه نن یکشنبې د غبرګولي ۲ مه د یادې ولسوالۍ په شهید سیف الرحمن د یوې لیسې مخې ته رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ناپېژانده وسله والو د یادې لېسې مخې ته د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا پر رییس مولوي سیف الله ساپي ډزې کړې او وژلی یې دي.

د سیدخېل ولسوال په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
 
تر اوسه د دغه هدفي وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کوچینې اختر په دویمه ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ یو وتلي دیني عالم مفتي نعمان هم په یوه چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 139074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com