سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رییس د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیدخېل ولسوال احمد لمر عثماني وايي، پېښه نن یکشنبې د غبرګولي ۲ مه د یادې ولسوالۍ په شهید سیف الرحمن د یوې لیسې مخې ته رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې ناپېژانده وسله والو د یادې لېسې مخې ته د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا پر رییس مولوي سیف الله ساپي ډزې کړې او وژلی یې دي.
د سیدخېل ولسوال په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه د دغه هدفي وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کوچینې اختر په دویمه ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ یو وتلي دیني عالم مفتي نعمان هم په یوه چاودنه کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:پروان