هلمند کې به د غنمو سړنۍ حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي

2 جوزا 1400 ساعت 11:59

د هلمند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي.


د هلمند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو زیاته کړې، چې د نورو کلونو په پرتله د هلمند سږني غنم له نباتي ناروغیو او افتونو پاک دي.

د نوموړي په وینا سږ کال هلمند کې په ۱۱۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د اټکل له مخې حاصل به یې ۵۰۰ زره ټنو تنه ورسېږي.

دی وايي، د دې لامل دا دی، چې د هلمند دکرنې ریاست په کرنیزه برخه کي ګڼ هلمندي کروندګرو ته روزنه ورکړې او ترڅنګ یې دغنمو بېلابېل اصلاح شوي تخمونه هم ورته ورکړي دي.

په هلمند کې د غنمو حاصل د زیاتوالي خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې راپورونه وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د غنم یو شمېر کروندې او درمندونه سوځېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 139075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com