۰

هلمند کې به د غنمو سړنۍ حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۹
د هلمند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي.
هلمند کې به د غنمو سړنۍ حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي
د هلمند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو زیاته کړې، چې د نورو کلونو په پرتله د هلمند سږني غنم له نباتي ناروغیو او افتونو پاک دي.

د نوموړي په وینا سږ کال هلمند کې په ۱۱۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د اټکل له مخې حاصل به یې ۵۰۰ زره ټنو تنه ورسېږي.

دی وايي، د دې لامل دا دی، چې د هلمند دکرنې ریاست په کرنیزه برخه کي ګڼ هلمندي کروندګرو ته روزنه ورکړې او ترڅنګ یې دغنمو بېلابېل اصلاح شوي تخمونه هم ورته ورکړي دي.

په هلمند کې د غنمو حاصل د زیاتوالي خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې راپورونه وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د غنم یو شمېر کروندې او درمندونه سوځېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي