د وروستیو جګړو له امله یو لک کسان بې ځایه شوي دي

2 جوزا 1400 ساعت 14:59

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا نن یکشنبې د غبرګولي ۲ مه خپاره کړي راپور کې ویلي، یاد شمېر کسان د جګړو او فقر له امله بې ځایه شوي دي.

دغه کسان له کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، غور، ارزګان،ننګرهار، کونړ، لغمان، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې بېځایه شوي دي.

اوچا زیاته کړې چې د بېځایه شوو کسانو ۲۰ سلنه یې نارینه، ۲۱ سلنې ښځې او پاتې ۵۹ سلنه یې ماشومان جوړوي.

په ورته وخت کې یاد دفتر وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۳۶۱۰۰۰ تنه افغان کډوال له ایران او ۴۸۰۰ یې له پاکستان څخه هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139076

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139076/

جمهور
  https://www.jomhornews.com