۰

د وروستیو جګړو له امله یو لک کسان بې ځایه شوي دي

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۹
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.
د وروستیو جګړو له امله یو لک کسان بې ځایه شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا نن یکشنبې د غبرګولي ۲ مه خپاره کړي راپور کې ویلي، یاد شمېر کسان د جګړو او فقر له امله بې ځایه شوي دي.

دغه کسان له کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، غور، ارزګان،ننګرهار، کونړ، لغمان، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې بېځایه شوي دي.

اوچا زیاته کړې چې د بېځایه شوو کسانو ۲۰ سلنه یې نارینه، ۲۱ سلنې ښځې او پاتې ۵۹ سلنه یې ماشومان جوړوي.

په ورته وخت کې یاد دفتر وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۳۶۱۰۰۰ تنه افغان کډوال له ایران او ۴۸۰۰ یې له پاکستان څخه هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي