قریشي:

واشنګټن دې له اسلام آباد سره د پراخ ستراتېژیک مشارکت تړون وکړي

2 جوزا 1400 ساعت 15:05

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي، چې له هېواد سره یې یې د پراخ سترتېژیک مشارکت داسې تړون لاسلیک کړي، چې افغانستان ورسره ونغاړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي، چې له هېواد سره یې یې د پراخ سترتېژیک مشارکت داسې تړون لاسلیک کړي، چې افغانستان ورسره ونغاړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه غوښتنه د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د اسیا- پسفیک د فرعي کمېټې غړیو ته په انلاین غونډه کې مطرح کړې.

نوموړي ویلي، د امریکا او پاکستان ترمنځ داسې پراخ ستراتیژیک مشارکت ته اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ګټې څاري او خوندي کوي.

قریشي ویلي، دا ډول مشارکت به د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي او دغه راز به په جنوبي اسیا کې د دوو هیوادونو ګډې ګټې وساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د استازو جرګې غړیو ته وړاندیز وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره دې دا ډول منظم تماسونه جاري وساتي چې د سیمې له حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان له تحولاتو هغوی خبر وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139077

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139077/

جمهور
  https://www.jomhornews.com