نبیل:

طالبان هڅه کوي، کابل اقتصادي او اکمالاتي کلابند کړي

2 جوزا 1400 ساعت 15:28

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي، وسله وال طالبان د کابل د اقتصادي او اکمالاتي کلابندۍ په لټه کې دي.


د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي، وسله وال طالبان د کابل د اقتصادي او اکمالاتي کلابندۍ په لټه کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نبيل په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبان په دې هڅه کې دي چې د ۲۰۲۱ ز کال د جولای تر څلورمې نيټې، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پای نيټه ده، کابل په خپل اقتصادي او اکمالاتي کلابندۍ کې راولي.

نوموړي زیاته کړې، حکومت ځان په باطلو معاملو کې ښکيل ساتلی دی او دې خطر ته هېڅ پام نه کوي.
 
نبیل حکومت خپلمنځيو اختلافاتو ته په اشارې وايي،د افغانستان روانې جګړې ته بايد په ستراتيژيک نظر وکتل شي او د ځانمنلو پر ځای د تېريدنې لار غوره شي.
 
د ملي امنیت پخواني رییس خبرداری ورکړیو چې که حالات همداسې روان وي د افغانستان ستونزې به نور هم ډېرې شي.

افغان حکومت تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com