۰
نبیل:

طالبان هڅه کوي، کابل اقتصادي او اکمالاتي کلابند کړي

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۲۸
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي، وسله وال طالبان د کابل د اقتصادي او اکمالاتي کلابندۍ په لټه کې دي.
طالبان هڅه کوي، کابل اقتصادي او اکمالاتي کلابند کړي
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي، وسله وال طالبان د کابل د اقتصادي او اکمالاتي کلابندۍ په لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبيل په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبان په دې هڅه کې دي چې د ۲۰۲۱ ز کال د جولای تر څلورمې نيټې، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پای نيټه ده، کابل په خپل اقتصادي او اکمالاتي کلابندۍ کې راولي.

نوموړي زیاته کړې، حکومت ځان په باطلو معاملو کې ښکيل ساتلی دی او دې خطر ته هېڅ پام نه کوي.
 
نبیل حکومت خپلمنځيو اختلافاتو ته په اشارې وايي،د افغانستان روانې جګړې ته بايد په ستراتيژيک نظر وکتل شي او د ځانمنلو پر ځای د تېريدنې لار غوره شي.
 
د ملي امنیت پخواني رییس خبرداری ورکړیو چې که حالات همداسې روان وي د افغانستان ستونزې به نور هم ډېرې شي.

افغان حکومت تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي